د پاکستان بنو ښار ته نژدې د پوليسو پر يوه مرکز په بريد کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي

راپورونه وايي د پاکستان په شمال لوېديځ کې د پوليسو پر يوه مرکز د سخت دريځو سلوالو په بريد کې لږ تر لږه شپږ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي بنو ته نژدې په ننني بريد کې د وژل شويو شپږو کسانو له ډلې درې تنه پوليس افسران دي.

د ازادۍ راډيو خبريالان وايي پر دې مرکز دوه ځان وژونکي بريدونه او د لاسمي بمونو ګوزارونه شوي دي.

د بريد مسووليت پاکستاني طالبانو تحري طالبان پاکستان منلى دى.