د اروپايي ټولنې مشران به په ناروې کې د سږکال د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړي

ټاکل شوې ده، چې د اروپايي ټولنې مشران نن د ناروي په پایتخت اوسلو کې د سږکال د نوبل د سولې جایزه تر لاسه کړي.

د ناروې د نوبل د کمیټې مشر توربیورن یاګلند د دوولسو لکو ډالرو په ارزښت دا جایزه د اروپايي ټولنې عالي رتبه چارواکو ته ورکړي.

د جرمني د صدراعظمې او د فرانسې د ولسمشر په ګډون شل اروپايي مشران به په دې غونډه کې برخه ولري.

د اروپايي ټولنې مشر هرمان وان رامپوی پرون په اوسلو کې په یو خبري کنفرانس کې وویل:

“د دویمې نړیوالې جګړې له ختمیدو پنځه کاله وروسته دوو رقیبو هیوادونو پریکړه وکړه چې د تاریخ مسیر بدل کړي او دښمنان دوستان کړي .

هغوی نور اروپايي هیوادونه هم راوبلل څو له دوی سره یوځای شي، دا په داسې وخت کې وو چې د شراکتونو بریالیتوب ناممکن ښکاریده. نن موږ د ٢٧ غړیو هیوادونو یوه پیاوړي ټولنه یو او په نژدې راتلونکې کې به زموږ غړي نور هم زیات شي”

د ناروې د نوبل د جایزې کمیټې په اکټوبر میاشت کې اعلان وکړ چې د سږکال د سولې جایزه اروپايي ټولنې ته په دې لویه وچه کې د سولې د هڅو لپاره ورکوي.

په داسې حال کې چې پرون د اروپايي ټولنې مشران د ناروې مرکز اوسلو ته ورسیدل په سلګونو کسانو اروپايي ټولنې ته د نوبل د سولې د جایزې پر ورکولو د اعتراض په توګه لاریون وکړ.

ناروې د اروپايي ټولنې غړی هېواد نه دی او د دې هېواد خلکو دوه ځلې په اروپايي ټولنه کې د شمولیت خلاف رایې ورکړي دي .