اروپايي ټولنه وايي، د دوي او افغانستان ترمنځ به د ستراتیژیکو همکاریو سند په نژدې راتلونکې کې نهايي له دې هېواد سره به د اروپايي ټولنې اوږدمهالې ژمنې جوتې شي.
ددې سند پر مسودې د کار د پرمختګ په اړه په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي او د ددې ټولنې د یوشمیر غړیو هیوادونو سفیرانو د یکشنبې په ورځ په کابل کې له ولسمشر حامد کرزي سره خبرې وکړې .
د ولسمشر د ویندوی دفتر په یوه اعلاميه کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د ځانګړې استازي ويګاداس اوشاڅکس له قوله ویلي، د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند به په راتلونکو لسو کلونو کې له دې هیواد سره په سیاسي، اقتصادي، تجارتي، حکومتدارۍ او نورو برخو کې د اروپايي ټولنې د همکاریو لپاره یو چوکاټ رامنځته کړي.
د ولسمشر کرزي د ویندوی دفتر وايي، چې د اروپايي ټولنې له غړیو هیوادونو د سفیرانو سره د ولسمشر حامد کرزي په دې لیدنه کې، د افغانستان د سولې پر بهیر، په سیمه کې د افراطیت پر زیاتیدو، د ولسمشرۍ پر راتلونکو انتخاباتو او د واړو لوريو ترمنځ پر همکاریو خبرې وشوې.
د یادونې وړ ده چې اروپايي ټولنه او ددې ټولنې بیلابیل هیوادونه په ملکي او پوځي برخو کې د افغان حکومت له مهمو مرستندويانو څخه دي .