افغان حکومت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه غواړي؛ چې د طالبانو پر ضد د ملګرو ملتونو د بندیزونو د مصوبې په برخه کې له افغان حکومت سره سلا وشي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په یوې خبري غونډه کې دې موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل:
"د افغانستان د سولې د عالي شورا رییس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې پر دې تاکید وکړ؛ چې باید د طالبانو لپاره د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوې مصوبه کې د افغانستان د حکومت غوښتنو ته پاملرنه وشي."
ښاغلي موسی زي زیاته کړه، افغان حکومت غواړي په دې کار سره د هغه طالبانو نومونه د ملګرو ملتونو له تور لسټ څخه لرې کړي؛ چې کولای شي، د سولې په پروسه کې ګټور ثابت شي.