امریکایې ځواکونه وایي، چې دوی له افغان ځواکونو سره په ګډه امریکایی تبعه ډاکټر "ډیلیپ جوزف" نن د افغانستان په ختیځ کې د عملیاتو پر مهال د وسله والو له منګولو خوشې کړ.
جوزف د ډسمبر په پينځمه د کابل په سروبي کې د وسله والو طالبانو له خوا تښتول شوی و.
په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان آلن د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دې عملیاتو پخاطر له افغان او بهرنیو ځواکونو مننه وکړه.
اخوا د هلمند د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چې آیساف ځواکونو تیره ورځ د لښکر اړوند د سره ګودر په سیمه کې شپږ وسله وال له یوه موټر بم سره په هوایي بمبارۍ کې له منځه یوړل.
وسله و الو مخالفانو د دې دواړو پيښو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې د وسله والو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وایي تیره ورځ د هلمند په خانشین ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو پر کتار د وسله والو په برید کې درې بهرني سرتیري وژل شوي او د هغوی یو ټانک ویجاړ شوی دی.