له نغلو څخه جلال اباد ته برېښنا تېزه شوه

نن په جلال اباد ښار کې په یوې لويه غونډه کې له نغلو څخه دغه ښار ته د برښنا جریان په رسمې ډول چالان شو.

په دې غونډه کې د اوبو او بريښنا وزیر محمداسمعیل خان په خپلو خبرو کې وویل؛ له ډيرو هلوځلو وروسته دغه پروژه بشپړه او نن له نغلو څخه جلال اباد ښار ته دولس میګاواټه بريښنا چالان شوه.

د اسمعیل خان د معلوماتو له مخې، په دغې پروژې اووه دیرش میلیونه ډالره لګښت راغلی دې.