"په قطر کې د سولې له خبرو سره مخالفت نه لرو"

د افغان ولسمشر د دفتر رییس عبدالکریم خرم دا ردکړه؛ چې ګواکې افغان حکومت په قطر کې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پر مخ بیولو مخالف دی.

نوموړي له ازادۍ راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه وویل؛ چې که چیرې د سولې بهیر په قطر کې پر مخ ولاړ شي، نو دوی یې هرکلۍ کوي.

له ده سره دا مرکه په کابل کې زمونږ همکار قسیم سوله مل کړې.

Your browser doesn’t support HTML5

د قطر په اړه له عبدالکریم خرم سره مرکه