د حماس ډلې مشر "خالد مشعل" پرون له فلسطيني خاورې څخه تر ٤٥ مياشتني تبعيد وروسته د لومړي ځل لپاره د غزې تاړانګې ته سفر وکړ.
مشعل چې په لوېديځه څنډه کې زېږېدلى، غزې ته له رسېدو سره سم ځمکه ښکل کړه او ويې ويل، دى هيله لري، چې يوه ورځ په فلسطيني خاوره کې ”شهيد” شي.
راپورونه وايي، مشعل به د حماس د تاسيس په پنځه ويشتمه کاليزه کې برخه واخلي.
تېره مياشت اسرایيلو په غزه کې پر فلسطيني سخت دريځو اته ورځني عمليات وکړل؛ چې پر اسرایيلي خاوره يې د راکټي بريدونو مخه ونيسي.
په دې جګړه کې ١٧٠ فلسطينيان او شپږ اسرایيليان ووژل شول.