د سرګي لافروف، هېلري کلنټن او اخضر ابراهیمي ترمنځ غونډه بې نتیجې پای ته ورسېده

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لافروف، د امریکا د بهرنیو چارو د وزېری هېلري کلنټن او سوریې ته د ملګرو ملتونو او عربي اتحاد د استازي اخضر ابراهیمي تر منځ د پنجشنبې د ورځې خبرو کومه د نظر وړ نتیجه ورنه کړه.

براهیمي له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل؛ په غونډې کې کومه حساسه یا اغیزمنه پریکړه ونه شوه.

ده زیاته کړه، د غونډې ګډونوالو په هغې عملیې بحث وکړ؛ چې له مخې یې سوریه ممکن کندې ته له غورځيدو څخه بچ شي.

دوی دغه راز ومنله، چې د سوریي وضعه ډېره زیاته بیرونکې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر لافروف له غونډې وروسته خبریالانو ته وویل؛ د روسیې او امریکا کارپوهان به ډېر ژر له ابراهیمي سره خبرې وکړي.