د مصر اسلامپال ولسمشر محمد مرسي پرون وویل؛ چې په دې هېواد کې روان سیاسي بحران باید د خبرو اترو له لارې حل شي.
مرسي په یوه ټلویزیوني وینا کې له ټولو مصریانو د یووالي غوښتنه وکړه؛ خو زیاته یې کړه، چې اقلیت باید د اکثریت تابع شي. ولسمشر مرسي همداراز د هغو کسانو پر مړینه هم خواشیني څرګنده کړه؛ چې د ده د مخالفینو او پلویانو ترمینځ د تېرو څو ورځو په نښتو کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د تېرې چارشنبې ورځې په نښتو کې چې د شپې یې هم دوام وکړ؛ لږترلږه پنځه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شول.
په همدې حال کې پوځ اعتراض کوونکو ته خبرداری ورکړی؛ چې په قاهره کې د ولسمشرۍ د ماڼۍ له شاوخوا سیمو وځي. پرون سهار پوځ د جمهوري ریاست له ماڼۍ بهر ټانکونه ځای پرځای کړل.
په مصر کې روان اعتراضونه د مرسي له هغه فرمان وروسته چې ولسمشر ته بې حده صلاحیتونه ورکوي او د اساسي قانون د لانجمنې نوې مسودې له تصویب وروسته پیل شول.