بوسنیا: یو تن د امریکا پر سفارت د ډزو په خاطر په ۱۸ کالو بند محکوم شو

د بوسنیا یوې محکمې یو سړی د امریکا پر سفارت د ډزو په خاطر د تروریست په توګه مجرم وپېژنده او د اتلس کاله حبس سزا حکم یې ورته واوراوه.

د راپورونو له مخې مېولیډ یاسریویچ Mevlid Jasarevic د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په ۲۸مه نېټه په سرایوو کې د امریکا پر سفارت ډزې وکړې؛ چې په نتیجه کې یې یو افسر ټپي شو، چې وروسته بیا پولیسو دی په پښه په ډزو وویشت او ویې نیوه.

دوو نورو کسانو، چې له ده سره په مرسته تورن شوي وو، له محکمې څخه برائت واخیست. دا درې کسان د وهابي فرقې پلویان وو، چې د بوسنیا حکومت د یوه ګواښ په سترګه ورته ګوري.

ده له حملې مخکې په ثبت شوي ویډیويي تصویر کې ویلي وو، چې ده غوښتل، ناټو له افغانستانه ووځي او د بوسنیا حکومت د وهابیانو له ځورولو لاس واخلي.