د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیسیون اعلان کړی چې د جمهوري ریاست انتخابات به د ۱۳۹۳ کال د حمل په ۱۶ مه نیټه تر سره شي او سر له اوس نه ځینو کاندیدانو فعالیتونه پیل کړې ، افغان حکومت هم د انتخاباتو د امنیت ډاډ ورکړی او وایي انتخابات به په شفافیت سره تر سره شي.
څو ورځې وړاندي د افغانستان د وزیرانو شوری پریکړه وکړه چې د انتخاباتې شکایتونو د کمیسیون صلاحیتونه او چارې دي سترې محکمې ته محول شي . د وزیرانو شوری له دي پریکړې سره ځینو ډلو ، مدنې ټولنو او نورو مخالفت ښودلی او وایي، پدي کار سره د انتخاباتو شفافیت له منځه ځي.