ولسمشر حامد کرزي امر کړی، چې په کاپيسا کې د انیسې په نامه د یوې انجلې د وژنې په اړه دې څيړنې وشي.
د جمهوري ریاست د چارو ادارې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي؛ چې ولسمشر کرزي د دې قضیې د څیړلو په هدف د بیلابیلو حکومتي ادارو پلاوي ټاکلي دي.
د اعلامیې له مخې ولسمشر کرزي دې پلاوي ته دنده سپارلې چې د څلورو ورځو په ترڅ کې دي دا قضیه و څيړي او راپور دې ده ته وسپاري.
د روانې اونۍ په پيل کې وسله والو کسانو د انیسې په نامه یوه انجلۍ په کاپيسا کې ووژله.