"محکمې ته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون واک سپارل د ټاکنو خپلواکي اغېزمنوي"

د حق او عدالت ګوند وایي، که چیرې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون واک محکمې ته وسپارل شي؛ نو د انتخاباتو خپلواکي او استقلالیت تر پوښتنې لاندې راځي.

د دغه ګوند ویاند حمیدالله فاروقي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ چې حکومت په داسې پریکړو سره خلکو ته دا په ډاګه کوي؛ چې نه غواړي شفاف انتخابات ترسره شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشر د تیرې دوشنبې په ورځ په کابل کې اعلان وکړ؛ چې دوی د انتخاباتي شکایتونو د کمسیون د صلاحیتونو په اړه یوې موافقې ته رسیدلي، چې له مخې به یی د شکایتونو د څیړلو واک محکمې ته وسپارل شوي.