د هیواد په اوو ولایتونو کې امنیتي چارې په بشپړه توګه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوې.
په هغه مراسمو کې، چې پرون د ننګرهار په هوايي ډګر کې ترسره شول؛ د هیواد د اوو ولایتونو لکه لغمان، ننګرهار، کونړ، نورستان، پنجشير، کاپیسا او پروان ولایتونو امنيتي چارې په بشپړه توګه له بهرنیو ځواکونو څخه افغان لوري ته وسپارل شوې.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سیلاب قول اردو قومندان تورن جنرال محمد زمان وزیري وایي؛ ځواکونو یې په ټول ختیځ کې حالات سم کړي او د دې وړتیا لري؛ چې په سیمو کې امنیت خوندي کړي.
په یادو ولایتونو کې د بهرنیو ځواکونو قومندانان وایي؛ چې دوی به په دې سیمو کې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.