په ایران کې د افغانستان پولې ته څېرمه زلزلې ۱۷ تنه مړه او ټپیان کړل

له افغانستان سره نژدې د ایران له دننه د زلزلې خبرونه خپاره شوې دي.

د ایران په جنوب کې د خراسان ایالت د بیړنیو چارو د برخې مشر محمد علي اخندي د ایران مهر خبرې رسنۍ ته وویل؛ چې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوې او دولس نور ټپیان شوې دي.

تر اوسه د افغانستان له خوا د دې زلزلې له امله د اوښتو زیانونو په اړه خبرونه نه دې خپاره شوې.