بارک اوباما د نړۍ تر ټولو پیاوړی کس بلل شوی دی

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د دوهم کال په مخه د فوربیس مجلې د هغه لسټ په سر کې راغلی دی؛ چې د نړۍ تر ټولو پیاوړي کسان یې معرفي کړې دي.

په اوباما پسې د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل نوم دی او بیا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ پیاوړی کس بلل شوی دی.

په دې لسټ کې د یو اویا پیاوړیو کسانو نومونه یاد شوې دي.