د اردن پاچا عبدالله به لویدیځې غاړې ته سفر وکړي

د اردن پاچا عبدالله به لومړی نړېوال مشر وي چې په ملګرو ملتونو کې د فلسطین د موقف له پورته کیدو وروسته لویدیځې غاړې ته سفر وکړي.

د فلسطینې ادارې د مشر محمود عباس یوه همکار نیمرحماد فرانسپرس آژانس ته نن وویل، د اردن پاچا عبدالله به د پنجشنبې په ورځ فلسطین ته لاړ شي.

د اردن یوه جګ پوړې چارواکې فرانس پرس ته ویلې، د عبدالله دا سفر په ملګرو ملتونو کې د فلسطینانو له تاریخې لاسته رواړنې څخه د عمان ملاتړ په ډاګه کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې د تېرې پنجشنبې په ورځ په اکثریت رایو سره فلسطین په دې سازمان کې د ناظر هېواد په توګه په رسیمت وپېژاند.

د ملګرو ملتونو له دې پریکړې څخه لږ وروسته اسرائیلو اعلان وکړ چې په لویدیځه غاړه او ختیځ بیت المقدس کې به د یهودیانو لپاره نور دري زره کورونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو عمومې منشي دا اسرائیلو دا اعلان د سولې لپاره وژونکې هلې ځلې وبللې.