امریکا په منځني ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې د لا درکه کیدو خبر رد کړ

د امریکا متحده ایالاتو دا خبره رد کړه، چې ګوندې د دوي یوه بې پیلوټه الوتکه په منځنې ختیځ کې لا درکه شوې، که څه هم چې راپورونه وایي ، ایران د امریکا یوه بي پیلوټه الوتکه نیولې ده.

د ایران دولتي خبري رسنیو د دې هېواد د سپاه پاسداران اعلامیه خپره کړې چې وایي، دا بې پیلوټه الوتکه هغه مهال ونیوله شوه، چې د استخباراتې معلوماتو د ټولو په مقصد یي اکتشافې الوتنه کوله.

په اعلامیې کې ویل شوي، دا بې پیلوټه الوتکه د ScanEagle ډوله الوتکه ده او وزرونه یي درې میتره اوږده دي.
د ایران خبري رسنیو نه دي ویلې چې بې پیلوټه الوتکه یي څنګه نیولې ده.

تېره میاشت ایران ویلي و، په فارس خلیج کې یي په یوې بې پيلوټه الوتکې ډزې کړې، خو الوتکه یي نه وه ویشتلې.

تېرکال د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه د ایران په ختیځ کې غورځول شوې وه. امریکایي چارواکو ویلې و، الوتکه د تخنیکې عوارضو له امله ناستې ته اړ شوې وه.