د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه نن د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيل شوه.
د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو او روسيې د ګډې شورا ترمنځ په غونډه کې د افغانستان په اړه خبر کېږي.
په دې غونډه کې به له روسيې سره د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د روسيې له خاورې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو او له روسيې څخه د افغان ځواکونو لپاره د هلي کاپټرونو د اخيستو پر موضوعاتو خبرې وشي.
ټاکل شوې، چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول هم د غونډې په دويمه ورځ په بحثونو کې برخه واخلي.