پروان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په هدف یو ورځنی کنفرانس جوړ شو

د پروان په مرکز چاریکارو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د کمولو په هدف یو ورځنی کنفرانس جوړ شو.

د پروان ولایت د مدني ټولنې د شبکې رییسې خاتون فقیرزاده ازادۍ راډیو ته وویل، په دې کنفرانس کې به په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې دتاوتریخوالي دکموالي په لارو چاروبحثونه وشي.

هغې زیاته کړه، په دې کنفرانس کې د ښځو د حقوقونو یو شمېر فعالانې ګډون کړی.