د ننګرهار پر هوايي ډګر برید او جګړه کې ملکي کسان چا وژلي؟

د تیرې یکشنبې په ورځ د ننګرهار د هوايي ډګر په پېښه کې ټپیان ملکي وګړي وايي، چې دوي سهار وختي په خواږه خوب ویده و، چې د یوې درنې چاودنې غږ يي تر غوږ شو.

د دوی په خبره له دغه درنې چاودنې وروسته د میدان پر شاوخوا سیمو طیارو الوتنې پیل کړې، چې په ځينو سیمو ېې له الوتکو بریدونه هم وکړل.

د دغو ټپیانو وګړو، په خبره د بهرنیو ځواکونو له الوتکو په ړندو بریدونو کې دوي هم ولګیدل، چې اوس د ننګرهار صحت عامه کې تر درملنې لاندې دي:

"سهار کې یو درز شو او زه له خوبه راپورته شوم، زموږ د کړکی شیشې ماتې شوې، وروسته طالبانو هم ډزې کولې او خارجیانو هم ډزې کولې، زموږ ودانۍ ولګیده خو زه راووتم، چې راوتلم طیارې نه يي ضربه وکړه او زه ولګیدم ما د یوه لوډر غاړې ته ځان پټ کړ.

زما نوم ګل محمد دی، موږ میدان ته مخامخ شرکت لرو، زه هلته ډریور یم، ملا اذان په وخت چې چاودنه وشوه، زه خو بچ شوم، پرچې نه وې راغلې مخامخ له طیارونه ګولې راتله.

زما نوم حاجي امین ګل،طیارې چې راغلې او فیرونه هم شروع شو،دغه طیارې راغلې داسې قسم بمبار يي وکړ،زما دا پښه په کې ژوبل شوه."


د ننګرهار ولایت د معاون سرپرست عبدالله وفا آڅکزي ازادۍ راډیو سره په يوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې دا یو څرګند حقیقت دی او په دا ډول پېښو کې ډیر کله ملکي وګړي قرباني کیږي.
نوموړی وايي، چې د ننګرهار والي به دا ستونزه له اړوندو بهرنیو چارواکو سره شریکه کړي،تر څو په راتلوونکې کې ددا ډول پيښو مخه ونیول شي:

"ما خو تاته وویل، چې دا ډول سهوې شوي دي، زه دا نه ردوم خو پکار دا ده، چې د دې مخه ونیول شي،والي صیب انشالله راتلونکی دی او چې راغی زه به دا ستونزې ورسره شریکې کړم،چې هغوی اړوندو کسانو سره وغږیږي او په اینده کې دې ټکي ته پام وکړي."

خو بل لورې د ننګرهار د هوايي ډګر په شاوخوا سیمو کې میشتې کورنۍ وايي،چې نظامي اډې باید له داسې سیمونه،چې هلته ملکي وګړي اوسیږي لرې وي.

دوی وايي، چې دا لومړی ځل نه دی او له دې وړاندې هم څو وارې،چې پر میدان بریدونه کیږي،چې د دواړو غاړو په بریدونو کې ډيری وخت ملکي وګړي قرباني کیږي،چې دغې کار د دوی ژوند تریښ کړی دی.

دوی وايي له ولایتي چارواکو څخه يي په وار وار غوښتنه کړې،ترڅو دغه نظامي اډه بهر یوه داسې ډاګ ته انتقال کړي،چې هلته د ملکي وګړو مینې نه وي.

د ننګرهار هوايي ډګر دجلال اباد مرکزي ښار سره په یو کیلومټری کې د تورخم په لویه لار پروت دی.

چې شاوخوا سیمو کې يي په زرګونو کورنی او دارنګه یو شمېر تجارتي ځایونه هم شته،چې عام وګړي په کې تګ راتګ کوي.

راپور: شاه محمود شینواری، جلال اباد