د ناټو د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په لومړۍ ورځ به د ناټو او روسيې د ګډې شورا ترمنځ په غونډه کې د افغانستان په اړه خبرې وشي.
دا غونډه نن د افغانستان په وخت له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې پيليږي.
د دې دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې به د ناټو عمومي منشي انډرس فوغ راسموسن له خبريالانو سره په لنډو خبرو کې د ناټو او روسيې د ګډې شورا د غونډې او د وزيرانو د غونډې په اړه معلومات ورکړي.
د ناټو سرمنشي وایي، چې له روسيې سره د نشه يي توکو د قاچاق په مخنيوي، د ترهګرۍ ضد مبارزه، د روسيې له خاورې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته د اکمالاتو او له روسيې څخه د افغان ځواکونو لپاره د چورلکو د اخيستو پر موضوعاتو خبرې وشي.