د افغانستان د اوبو او انرژی وزیر اسمعیل خان نن د ولسي جرګې د استیضاح له غونډې بریالی ووت.
یو شمېر وکیلانو اسمعیل په دې خاطر استیضاح کړی و، چې د دوي په وینا نوموړی د اوبو او انرژی د وزیر په توګه په خپلو کارونو کې پاتی راغلی او نه دي توانیدلي، چې د اوبو او انرژی د تولید په برخو کې موجودې ستونزې هواري کړي.
دا چې څنګه اسمعیل خان بریالی شو، چې د وکیلانو قناعت حاصل کړي دا مسله نوریاس نوري د ولسي جرګې له دوو غړیو شینکي کړوخیل او سرورعثماني سره په یوه بحث کې څیړلی او لومړی یي له شینکی کړوخیل څخه پوښتنه کړې چې اسمعیل خان وایي د استیضاح علت یي په کارونو کې پاتې راتلل نه بلکه نور سیاسي عوامل لري، تاسو له دې نظر سره موافق یاست؟