د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو تیره میاشت وویل، چې په کندهار کې د حاجي قاسم په نوم یو لوي صراف نیول شوی دی.
د ناټو یوه ویاند د رویټرز اژانس ته وویل، چې حاجي قاسم د وسله والو طالبانو د مالي شبکو د محدودولو د هڅو په ترڅ کې نیول شوی.
د امریکا د خزانې وزارت تایید کړه، چې حاجې قاسم د پیسو د لیږدولو( حوالې) کار وبار کاوه او د وسله والو طالبانو لویو قوماندانانو له دې لارې خپلو وسله والو ته پيسې استولې.
د امریکا د خزانې وزارت وویل، چې دا پيسې تر ډيره حده په هلمند کې وسله والو طالبانو ته رسیدې، پر دې صراف لګیدلي تورونه تر اوسه نه دي ثابت شوي.
خو دهغه نیول کیدو دا پوښتنه پيدا کړې، چې په افغانستان کې د حوالې سیسټم تر کومه حده د حکومت د وسله والو مخالفینو، مخدرو موادو د چاق وړنکو او نورو ورانکارو ډلو د نفوذ څخه خوندي دی؟
د کابل د سرایې شهزاده یو صراف ولید وايي، چې د حوالې سیسټم زیاتې تخنیکی او اقتصادي ګټي لري، خو له دې څخه د ناوړه ګټې اخیستلو امکانات هم شته.
د سحر صرافۍ شرکت مشر ولید وايي، دافغانستان مرکزي بانک په وروستیو کې له سرایي شهزاده پر سترو حوالو بندیز ولګاوه خو دا د ټول سیسټم د مصونیت ضمانت نشي کولای.
د ښاغلي ولید په وینا، افغان حکومت لږ تر لږه پر ټولو سرحدونو کنټرول نه لري تر څو له ایران او پاکستان سره له غیر قانوني لارو د پيسو د تبادلې مخنیوی وکړی، دی وايي:
"پخوا ډيرې سترې حوالې د سرای شهزاده څخه ترسره کیدلې، په ورځ کې به څو میلیونه ډالر دوبۍ او نورو ځایونو ته تلل.
تر هغه وروسته، چې د ملي امنیت ریاست اعلان وکړ چې په یوه میاشت کې یوازې له سرای شهزاده لس میلیونه ډالر دوبۍ ته استول شوي، د افغانستان مرکزي بانک وویل، چې هیڅ څوک له سرای شهزاده څخه سترې حوالې نه شي استولای او د حوالو دوکانونه بند دي. خو موږ د ګاوڼډيانو سره پراخ سرحدات لرو. له پاکستان سره خلاص سرحد لرو. هیڅ څوک د هیڅ شي مخنیوی نه شي کولای."
د ده په وینا، غیر قانوني پيسې د جلال اباد، اسعد اباد، هرات، کندهار، مزار او سپين بولدک له مارکيټونو څخه تبادله کیږي، دی وايي:
"حکومت يې مخنیوي نشي کولای، که تورخم وتړي له کونړه پيسي ځي. دا اوس د کندهار ښار مارکیټ تر ټولو لوی دی او پاکستان ته سترې حوالې د هغه ځایه ترسره کیږي.
حکومت که د جنوب لارې بندي کړي نو د شمال ، ختیځ او لویدیز لارې پرانیستل کیږي."
د ده په وینا، یوازې خلک، صرافان او لوی سوداګر کولای شي، چې د ګډې همکارۍ په مرسته تر یوه حد پورې د حوالې سیسټم د ورانکارو ډلو د نفوذ څخه خوندي کړي، دی وايي:
"هر صراف د حوالې څخه کمیشن اخلي او د خپلې ګټې لپاره دا کار کوي نو که چیرې صرافان دې ته وګوري، چې دا حوالې چې موږ کوو د طالبانو لاس ته ګټه ور رسوي، خلک همکاري وکړي، تر ډيره حده یې مخنیوي کیدلای شي.
دا کار د خلکو ، سوداګرو ، صرافانو او ټولو خلکو تر منځ د یوې همکارۍ اړتیا لري."
دی وايي، د حوالې د سیسټم څخه د وسله والو مخالفانو، د مخدرو موادو د قاچاق وړونکو اونورو تخریبي ډلو لاس لنډول سل په سلو کې امکان نلري.
خو د افغانستان د تجارت او صنایع د خونو مسول اذرخش حافظي وايي، که حکومت مشخصې قانوني لایحې رامنځ ته کړي او د هغو شبکو او افرادو نومونه اعلان کړي ، چې د حکومت له نظره مشکوک دي ، دا ستونزه حل کیدلای شي.
د حو الې سیسټم د افغانستان او پاکستان په شمول په زیات شمیر اسلامی هیوادونو کې چلیږي.
یو شمېر افغان صرافان، چې د حوالې په سیسټم کې کار کوي غیر ضروري فشار ته اشاره کوي او وايي ، چې د وسله والو طالبانو پلویان له خبرتیا پرته له دې سیسټمه کار اخیستلای شي.
د کندهار ښار یو شمیر صرافانو رویټرز اژانس ته وویل، چې د امریکا د خزانې وزارت د حاجي قاسم په څير خلکو پر ضد د بندیزونو لګولو د مشروعیت ثابتولولپاره هیڅ ډول شواهد نه وړاندې کوي.
د سوداګرۍ او صنایع خونو مسول اذرخش حافظي پداسې حال کې ، چې د حوالې د سیسټم پر ګټو تيڼګار کوي، پر سوداګرو د فشار اغیزې د اقتصاد لپاره خطرناکې ګڼي .
دی وايي، له خبرتیا او معلوماتو پرته د صرافانو او تجارانو نیول کیدل او تهدید مارکیټ تخریبوي او ملي سوداګر له پانګونې څخه مایوسه کوي.
د ده په وینا ملي سوداګر، صرافان او خلک د تحقیقاتو مسولیت نلري، حکومت باید مسولیت واخلي.
پدې ارتباط د افغانستان د مرکزي بانک ویاند او لومړۍ مرستیال ښاغلي هډه وال وايي، چې د حوالې سیسټم خوندیتوب په دوو برخو ویشل کیږي.
د ده په وینا ، هغه صرافان ، چې د مرکزي بانک د جواز له مخې فعالیت کوي، د خپل کار د مصونیت او د ستونزو د حل لپاره قوانینو او لایحو ته مراجعه کولای شي.
ښاغلی هډه وال د هغو سوداګرو په اړه ، چې جواز نلري خو د حوالې کار کوي په واضح ډول څه ونه ویل.
د مالي چارو یو شمیر څارونکي وايي، د حوالې په سیسټم کې د غیر مسولو خلکو ، وسله والو او د مخدرمو موادو د قاچاق وړونکو د لاس وهنې لپاره د زمینې په برابریدو کې لوی لاس لري.
خو ایا په کندهار کې د راحت شرکت مسول حاجي قاسم په کومه ډله کې شامیلیږي؟ پدې اړه ښاغلي هډه وال څه ندي ویلي.