په افغانستان او پاکستان کې د ښوونځیو د ودانیو په اړه د لانجمن کتاب لیکوال ځان وژنه کړې

په افغانستان او پاکستان کې د ښوونځیو د ودانیو په اړه د لیکل شوي لانجمن کتاب لیکوال دیوید اولیور رېلین ځانوژنه کړې ده.

چارواکي وايي، د صحي څېړنو په نتیجه کې روښانه شوې چې د درې ګیلاسو چایو د کتاب ۴۹ کلن لیکوال د امریکا په شمال لویدیځ اورېګن ایالت کې د تېرې نوامبر میاشتې په نیمايي کې ځان وژلی دی.

د درې ګیلاسه چایو په نوم کتاب چې نژدې څلورمیلیونه نسخې یې په ۲۰۰۶ کال کې وپلورل شوې د اولیور رېلین د بل همکار لیکوال ګرېګ مورتیسون کیسه بیانوي چې څنګه یې د افغانستان او پاکستان په کلیوالو سیمو کې په تېره د نجونو لپاره د ښوونځيو په جوړولو کې مرسته کوله خو دا کیسه تېرکال د امریکايي ژورنالیستانو له دې ادعا وروسته تر څېړنو لاندې راغله چې ویل یې مارتیسون د کیسې مهم جزییات له ځانه جعل کړي دي.

د اسوشېتدپریس آژانس د راپور له مخې ریلین په خپلو حقوقي اسنادو کې ویلي و، چې دې ادعاوو دی سخت ځورولی دی.