له رسنیو څخه د ملاتړ اداره: حکومت دې د خبریالانو د وژنې په اړه څېړنې وکړي

له رسنیو څخه د ملاتړ اداره "نی" له حکومته غواړي؛ په تیرو څو کلونو کې د خبریالانو د وژنې په اړه څیړنې وکړي.

دغه څرګندونې د یادي ادارې ریس صدیق الله توحیدي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وکړې.

جمهوري ریاست د یوې اعلامیې په خپرولو سره تیره ورځ وویل؛ چې په تیرو څو کلونو کې د خبریالانو د وژنې د قضیې د څیړلو لپاره یې یوه کمیسیون ته دنده سپارلې ده.