ټاکل شوې ده د رواني میاشتې په څلورمه او پینځمه نیټه د بلجیم په مرکز بروکسل کې د ناټو د بهرنیو چارو وزیران د افغانستان په اړه یوه غونډه وکړي.
د ناټو مامورینو دا غونډه د افغانستان لپاره مهمه وبلله او ویې ویل، چې ناټو به په افغانستان کې د خپلو راتلونکو پروګرامونو په اړه مهمې پریکړې وکړي.
په کابل کې د ناټو ملکي ویاند "ډامنیک میډلي" نن خبریالانو ته وویل" چې په دې غونډه کې د افغانستان د امنیتي مسایلو او افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو پر بهیر خبرې کیږي.