د امريکا د بهرنيو چارو وزيره اروپا ته د خپل سفر په لومړي ټپال نن د چک جمهوريت پلازمېنې پراګ ته ورسېده.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، تمه کېږي چې مېرمن کلنټن د چک له مشرانو سره نن د انرژۍ له اړخه د چک د بسيا کېدو پر غښتلتيا خبرې وکړي.
دا به د چک ستاينه وکړي، چې د ملياردونو ډالرو په ارزښت د ټيميلين د انرژۍ په بټۍ کې د اټمي پروژې د جوړولو لپاره يې د روسيې د يوه شرکت پرځاى د امريکا ويسټينګ هاوس شرکت ټاکلى دى.
تمه کېږي، امريکايي چارواکي په دې هم د چک ستاينه وکړي؛ چې د روسيې پر انرژۍ يې خپله تکيه کمه کړې. چک جمهوريت دا مهال خپله زياته انرژي له روسيې څخه واردوي.
تر پراګ وروسته به کلنټن په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې برخه واخلي بيا به د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره وګوري.