د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د سوریې په اړه د خبرو لپاره ترکیې ته ځي

تمه کېږي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين نن د سوريې د شخړې په اړه له ترکي مشرانو سره د خبرو لپاره ترکيې ته لاړ شي.

دى به د ترکيې او روسيې ترمنځ پر تجارتي همکارۍ هم خبرې وکړي.

پوتين به د ترکيې او روسيې د همکارۍ د عالي شورا په غونډه کې ګډون وکړي او د ترکيې له صدرعظم رجب طيب اردوغان سره هم پر ځينو مسايلو وغږېږي.

د سوريې د شخړې پر سر د ترکيې او روسيې اړيکې کړکېچنې شوې دي.

ترکيې په څرګنده د ولسمشر بشارالاسد د رژيم د نسکورېدو غوښتنه کړې؛ دغه رژيم د مسکو دوديز متحد ګڼل کېږي.