ولسمشر کرزي د م.م په عمومي اسمبلۍ کې د فلسطین د منل کېدو هرکلی وکړ

افغان ولسمشر حامد کرزي د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې د څارونکي په توګه د فلسطین د منل کېدو هرکلی کړی دی او د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته یې مبارکي ویلې.

د ولسمشر د ویندوي دفتر په یوې خبر پانې کې ویلي؛ چې ولسمشر حامد کرزي محمود عباس ته یو لیک استولی دی او په لیک کې یې په دې خوښي څرګنده کړې؛ چې غړو هېوادونو د ملګرو ملتونو په اسمبله کې په څرګند اکثریت، د فلسطین دولت ته په نوموړي سازمان کې د څارونکي په توګه مثبته رایه ورکړه.

ولسمشر کرزي دا ستره بریا او د فلسطین د خلکو او حکومت د پرله پسې هلو ځلو نتیجه بللې ده. ولسمشر کرزي همدارنګه هیله څرګنده کړې ده؛ چې دغه بریا به د فلسطین د بشپړې خپلواکۍ پیل شي.