د اسرائیل کابیني نن وویل، هغه سل میلیونه ډالر به چې دې هېواد د فلسطیني ادارې په استازیتوب د مالیو او نورو عایداتو له لارې راټول کړي فلسطنیانو ته نه ورنه کړي.
اسرايیل دا ګام فلسطیني ادارې ته د ملګرو ملتونو د هغې پریکړې په خاطر د سزا ورکولو په توګه پورته کړی، چې د روانې اونۍ په سر کې وشوه.
د اونۍ په سر کې ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د رایو په اکثریت سره فلسطیني ادارې ته د څارونکې غړي حیثیت ورکړ .
د اسراییل کابیني دا هم ویلي چې د ملګرو ملتونو ددې پریکړې پر اساس چې لویدیځه غاړه ،غزه، او ختیځ بیت المقدس به له فلسطیني ادارې سره خبرې اترې ونکړي.
په عین حال کې نن د لویدیځی غاړې په رم الله ښار کې لسګونو زره کسان د فلسطیني ادارې مشر محمود عباس ته چې له ملګرو ملتونو راستون شوی د هرکلي لپاره راِغونډ شوي دي.