د جلال اباد هوايي ډګر ته څیرمه په نښته ۹ وسله وال او درې امنیتي ساتونکي وژل شوي

د جلال اباد ښار هوایې ډګر باندې د وسله والو طالبانو په حمله کې نن سهار وختي ۹ وسله وال او درې امنیتي ساتونکي مړه او یولس افغان ځواکونه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار د امنیه قومندانی ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډیو ته وویل، چې لومړی دوې چاودنې د ننګرهار د هوایې ډګر له دروازې سره وشوې او بیا وروسته وسله وال چې غوښتل یې هوایې ډګر ته ننوځي د افغان ا وبهرنیو ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.

د ښاغلی مشرقي وال په وینا د وسله والو په برید کې دوه عام وګړي هم وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.
د نوموړي په وینا برید دوه ساعته دوام وکړ.