د مصر د ولسمشر محمد مرسي په لسګونو زره پلويانو په دغه هېواد کې مظاهرې وکړې.
دوى چې د مرسي عکسونه يې له ځانونو سره لېږدول د قاهرې له پوهنتون څخه دباندې راټول شول او شعارونه يې ورکول چې د مرسي د پرېکړو ملاتړ کوي.
د ولسمشر مرسي په پلوي مظاهرې هغه وخت پيل شوې، چې ليبرالانو د اساسي قانون پر نوې مسودې انتقادونه وکړل، چې ولسمشر ته زيات صلاحيتونه په برخه کوي.
دغه مسوده د جمعې په ورځ د اسلامپالې اسمبلۍ له خوا تصويب شوه، خو ليبرالانو او عيسويانو دا اقدام وغانده دوى وايي دغه قانون اساسي حقونه له خطر سره مخامخوي.
محمد حسين د مظاهرې يو ګډونوال:
”موږ غواړو هر مسلمان خپل حقونه ترلاسه کړي، که څوک په دې راضي نه وي، لاړ دې شي سر دې له دېوال سره وجنګوي. که څه هم زموږ د پلويانو شمېر دلته کم دى، خو دوى راروان دي.
موږ د ولسمشر تر شا ولاړ يو. زه په لوړ ږغ وايم، موږ غواړو دلته ويده شو، دلته به سرونه ورکړو، که وغواړو تحرير ميدان ته لاړ شو، دا کار هم کوو“
د نوي اساسي قانون مسوده د شنبې په ورځ ولسمشر ته وړاندې شوه. ټاکل شوې ولسمشر د ټولپوښتنې نېټه وټاکي، چې وروسته د مصر خلک دې مسودې ته رايه ورکړي.