نوري المالکي پرون په عراق کې د ”قومي شخړې“ د خطر خبردارى ورکړ

د عراق صدراعظم نوري المالکي پرون په دې هېواد کې د ”قومي شخړې“ د خطر خبردارى ورکړ.

نوموړي دا خبردارى تر هغو خبرو وروسته ورکړ، د دغه هېواد په شمال کې د عربانو او کردانو ترمنځ د شخړو د کمولو لپاره خبرې اترې کومې نتيجې ته ونه رسېدې.

ده په بغداد کې يوه کنفرانس ته وويل، که دغه شخړه او اختلافات پراخېږي دا به ناوړه، دردوونکې او قومي شخړه وي، چې نه به د کردانو او نه عربانو نه د ترکمنانو په ګټه وي.

د کردستان د خودمختارې سيمې حکومت د جمعې په ورځ وويل، د فډرال ادارې او د کردانو د امنيتي چارواکو ترمنځ وروسته تر هغه خبرې په ټپه ودرېدې، چې بغداد د دجلې په نامه د عملياتي قوماندې له تشکيل څخه لاس په سر نه شو.

خو د عراق صدراعظم المالکي د سيمې د امنيتې ستونزې د حل په باب وويل:

”ما ته کوم فرق نه کوي زه تيار يم د عربانو، کردانو ترکمنانو او عيسويانو په ګډون له سيمې داوطلبه کسان ومنم چې د سيمې د امن لپاره له قانون سره سم يو ځواک ايجاد کړي، څو دا ستونزه حل شي“

د بغداد له خوا د تايګرس يا دجلې په نامه د عملياتو د قوماندانۍ تشکيل د کردي مشرانو غوسه پارولې، چې غواړي زياتې سيمې په خپله قبضه کې ولري.