نن په نړۍ کې د ایډز د وژونکې ناروغۍ نړېواله ورځ ده

نن په نړۍ کې د ایډز د وژونکې ناروغۍ نړېواله ورځ ده. دا ناروغي چې د ایچ ای وي له ویروسه پیدا کیږي د وجود دفاعي سیستم کمزوری کوي او انسان وژني.

د ایډز پر ضد د ملګرو ملتو د مبارزې موسسه وایي، چې په تیرو دوو کلونو کې په نړۍ کې د ایډز د مخنوي لپاره هم له وقایوي اړخه او هم د درملنې له پلوه، د پام وړ پرمختګ شوی دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې د نړۍ په پنځه ویشت هیوادو کې د ایچ ای وي د خپریدو کچه د پخوا په پرتله نیمه کمه شوې ده او په نړیواله سطحه د دې ناروغۍ د تلفاتو شمیر له دوه زره پنځم کال راپه دې خوا یو په څلورو لږ شوی دی.

د ملګرو ملتو د ایډز د مخنوي د موسسې په وینا د شوي پرمختګ سربیره بیا هم په ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا کې د ایډز ناروغي مخه په زیاتیدو ده.