د ملګرو ملتونو عمومي منشي بنکي مون پرون وويل، په سوريه کې شل مياشتنى کړکېچ ”د وحشت او تاوتريخوالي نوې او وېروونکې ارتفاع” ته رسېدلى دى.
بنکي مون او نړيوال استازي اخضر ابراهيمي د ملګرو متلونو عمومي اسمبلۍ ته د سوريې د ولسمشر بشارالاسد په وړاندې د روان پاڅون په باب هم خبرې وکړې.
په دې شخړه کې ٤٠زره کسان وژل شوي، چې اکثريت يې ملکيان دي.
د م.م عمومي منشي وويل د بېرحمانه وژنو له کبله وحشت ځپلى او خواشينى شوى دى.
په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويکتوريا نولاند وويل ټاکل شوې ابراهيمي د امريکا د بهرنيو چارو له وزيرې هليري کلېنټن سره وګوري:
”موږ دېته لېوال يو چې له ده څخه واورو چې وضعيت ته په کومه سترګه ګوري. دى ډېرې سلا مشورې لري، موږ به هم دا چانس ولرو، چې د سوريې له مخالفې شورا سره د خپلو د ودې په حال کې اړيکو په اړه هم ورسره خبرې وکړو“
بنکي مون وويل، د راروان ميلادي کال په لومړيو کې به د سوريې د کډوالو اوسنى شمېر له ٤لکه او ٨٠زرو څخه اوو لکو ته زيات شي.