ايران: پوځي بريد به مو د يورانيمو د غني کولو له کاره راونه ګرځوي

ايران وايي، پوځي بريد به دوي د يورانيمو د غني کولو له کار څخه راونه ګرځوي.

د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې لپاره د ايران سفير علي اصغر سلطانيه پرون په ويانا کې خبريالانو ته وويل، که په کوم بريد کې د يورانيمو د غني کولو سنټرفيوژونو له منځه وړله کېږي، ايران بېرته به يې بېرته جوړ کړي:

”البته ټول سنټرفيوژونه به تبديل شي، موږ دا ټکنالوژي لرو او دا کار په خپله کولاى شو. نو حتى کوم پوځي بريد هم په ايران کې د غني کولو چارې نه شي درولاى“

سلطانيه د اټومي انرژۍ د نړيوالې ادارې د مشرتابه هيئت تر غونډې وروسته دغه څرګندونې وکړې.

د ده په خبره ايران د يورانيمو په غني کولو کې مهارت لري او هېڅکله به يې چارې ونه دروي.

تر دې مخکې ده د اټومي انرژۍ له نړيوالې ادارې وغوښتل د هغو ادعاوو په اړه دې خپله څېړنه بنده کړي، چې په کې ويل شوي تهران له خپل اټومي پروګرام څخه پوځي اهداف لري.