امریکا: ایران دې د بشري حقونو وکیله نسرین ستوده له زندانه خوشې کړي

امریکا پر ایران غږ کړی دی، چې د بشري حقونو وکیله نسرین ستوده له زندانه خوشې کړي.

تر شپږ اونیو ډير وخت وشو، چې پروین ستودې په زندان کې د نه خوړلو اعتصاب پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي، چې واشنګتن د ستودې روغتیا ته اندیښنه لري.

په دې بیان کې له ایرانه غوښتل شوې دي، چې سمدستي ستوده او تر دیرشو ډيرې نورې ښځینه سیاسي زندانیانې د اوین له زندانه خوشې کړي.

ستودې ته تیره میاشت اروپایي ټولنې د سخاروف د بشري حقونو جایزه ورکړه او دا د دوه زره لسم کال په سپتمبر کې ایران په دې تور ونیوله، چې د رژیم پر ضد داسې تبلیغات کوي چې امنیت خرابوي.

ستوده په شپږ کاله زندان محکومه شوې ده.