د امریکا سنا له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د بهیر چټکول پرون د رایو په اکثریت تصویب کړ.
ډیموکرات سناتور جف مېرکلي Jeff Merkley په غونډه کې وویل، هغه وخت رارسېدلی څو دا جګړه چې د متحدوایالاتو په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه ده، پای ته ورسېږي.
په سنا کې دا اکثریت، په داسې حال کې چې ولسمشر بارک اوباما او پوځ د امریکا د اته شپېته زره کسیز ځواک د کمولو لپاره د خبرو په حال کې دي د افغانستان د جګړې پرضد یو څرګند پیغام دی.
تمه ده، چې سپینه ماڼۍ په دې اړه خپله پرېکړه په راروانو څو اونیو کې اعلان کړي.