د امریکا دفاع وزیر لیون پنېتا وايي، په ۲۰۱۴ کال کې د امریکايي ځواکونو د محاربوي ماموریت له پای ته رسېدو وروسته هم امریکا باید په افغانستان کې خپل پوځیان وساتي ځکه چې القاعده لاهم په دې هېواد کې فعاله ده او هڅه کوي چې خپل نفوذ پراخ کړي.
پنېتا په پنټاګون کې یوې خبري غونډې ته وویل، امریکا د دې لپاره چې خپلو دریو اهدافو ته ورسېږي باید په افغانستان کې په پاتې کېدو کې زغم ولري.
د پنېتا په وینا په دې اهدافو کې یو د القاعده شبکې ځپل دي، څو نورنو ونشي کړای له ګڼ شمېر جنګیالیو سره د جګړې ډګر ته راشي.
په دوو نورو اهدافو کې ده یو د افغان ځواکونو روزنه او دوهم په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لپاره د حمایوي قوت چمتو کول یاد کړل.
پنېتا ونه ویل، چې د دې مقصد لپاره په کوم شمېر سرتېري باید پاتې شي او د پاتې کېدو د مودې یادونه یې هم ونکړه، خو دومره یې وویل چې د تروریزم ضد د شمېرې په اړه بحثونه روان دي.