د امریکا په ارازونا او میسوري کې د لاټرۍ تر ټولو ډيرې پیسې دوو ټکټونو ګټلي

د امریکا په ارازونا او میسوري کې د امریکا د لاټرۍ تر ټولو ډيرې پیسې دوو ټکټونو ګټلي دي.

د چهارشنبې په ورځ د پاور بال په نوم د لاټري ټکټ دغه لوړه جایزه شاوخوا پنځه سوه اتیا میلیونه ډالرو ته ورسیده.

د دې لاټرۍ مخکني شپاړلس پچې چا نه وې ګټلې نو پیسې یې وار په وار پسې زیاتې شوې.

د دې لاټرۍ چارواکي وایي، د دې وروستۍ پچې تر اچولو څو ساعته مخکې په هره دقیقې کې په امریکا کې په اوسط حساب یولک او دیرش زره کسانو ټکټ اخیستی دی.

د امریکا د لاټرۍ په تاریخ کې تر اوسه تر ټولو لوړه جایزه په مارچ کې راووته چې شپږ سوه شپږ پنځوس میلیونه ډالره وه، خو دغه جایزه د درې کسانو تر منځ تقسیم شوې وه او اوسنۍ جایزه دوو ټکټونو ته وتلې ده.