خلک: د کابل بانک بحران د افغانستان په بانکي سیستم باور کم کړی

د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د کابل بانک بحران یې د هېواد په بانکي سیستم باور راکم کړی دی.

بل خوا په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې ګډې خپلواکې کمیټې هم ویلي، شاوخوا یو میلیون کسانو په کابل بانک کې خپل حسابونه درلودل او د دې بانک بحران د هېواد په مالي سیستم د خلکو باور له منځه وړی دی.

په داسې حال کې چې حکومت تر اوسه له کابل بانک څخه د ویستل شویو څه باندې نهه سوو میلیونو ډالرو په بیرته راګرځولو نه دي توانیدلی، اکثره خلک د هېواد په بانکونو بې باوره شوي دي.

له دوي سره دا ویره ده، چې هسې نه په کوم بل بانک کې هم د کابل بانک بحران تکرار شي.

Your browser doesn’t support HTML5

خلک: د کابل بانک بحران د افغانستان په بانکي سیستم باور کم کړی


یو شمېر خلک وايي، که امکان ولري ان دې ته ترجیح ورکوي چې خپلې پیسې له یوه صراف سره کیږدي او یا یې هم په کوم دولتي بانک کې کیږدي.

شاوخوا دوه کاله مخکې له کابل بانک څخه په غیر قانوني توګه د څه باندې نهو سوو ملیونو ډالرو د ویستل کیدو خبره رسوا شوه.

افغان حکومت په دې پيښه کې د دوه ویشتو تورنو کسانو علني محاکمه پیل کړې ده.

د چهار شنبې په ورځ له اداري فساد سره د مبارزې ګډې خپلواکې کمیټې د خپل یوه راپور په خپرولو سره وویل، چې هغه وخت له یوه ملیون څخه ډيرو خلکو په دې بانک کې پيسې ایښې وې.

ددې کمیټې رئیس ډارګو کاسټ وویل، له نورو زیانونو سره سره د کابل بانک بحران د خپل هیواد په مالي سیستم د خلکو باور له منځه یوړ:

"کله چې دا پيښه کیدله نو کابل بانک د افغانستان د بانکونو څلورڅلویښت فیصده شتمنۍ له ځان سره لرله، له یوه ملیونه ډیرو خلکو خپلې پيسې پکې امانت ایښې وې، د بانک سقوط د افغانستان د ټول افغانستان د اقتصادي او مالي سیستم د سقوط سبب شو. خلک تقریبً په بشپړه توګه په دې هیواد کې په مالي سیستم باور له لاسه ورکړ او د ملي او نړیوالو سازمانونو توانایي تر پوښتنې لاندې راغله."

بل خوا د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، په بانکونو د خلکو د باور د بیرته پیدا کولو لپاره باید دولت د کابل بانک د بحران له عاملینو سره جدي حساب کتاب وکړي.

نوموړی همداراز وايي باید پر خصوصي بانکونو څارنه زیاته شي او د افغانستان بانک اداره پیاوړي کړای شي ترڅو ښې پالیسۍ رامنځ ته کړي.

خو څو اونۍ مخکې د افغانستان د جمهوري ریاست چارواکو وویل، چې له کابل بانک څخه د وړل شویو څه باندې نهو سوو ملیونو ډالرو څخه یوازې یو سلو اته دیرش ملیونه ډالره بیرته ترلاسه شوي دي.

دوی تاییدوي چې په پنځوسوو ملیونو ډالرو لانجه روانه ده او له سره یې له بانک څخه د ویستلو مسئولیت څوک نه مني.

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې ګډې او خپلواکې کمیټې په خپل وروستي راپور کې د کابل بانک په بحران کې دولس کسان او اوه شرکتونه پړه وبلل.

که څه هم افغان حکومت په دې پیښه کې د تورنو کسانو محاکمه پیل کړې خو یاده کمیټه اندیښنه ښيي چې د تورنو کسانو په عدلي تعقیب کې سیاسي لاسوهنې کیږي.

دا راپور په غږ کې هم اوریدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

خلک: د کابل بانک بحران د افغانستان په بانکي سیستم باور کم کړی