د ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره نۍ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونې د کمیسیون پریکړې غیر قانوني او بې اساسه بولي.
ددې ادارې مسئولین وایې چې، حکومت د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د اطلاعاتو او کلتور د وزارت لخوا غواړي پر رسنیو باندي محدودیت وضع کړي.
د نی یا د ازادو رسنیو د څار د ادارې مسئول صدیق الله توحیدي نن یوه خبري غونډي ته وویل:
(بهتره دا ده چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جمهوري ریاست د انتخاباتو پر مهال او افغان حکومت ته د امنیتي مسئولیتونو لیږد پر مهال د خبریالانو د امنیت په اړه یو پروګرام ترتیب کړي نه دا چې د اخطارونو او خبرداریو په ورکولو سره د افغانستان د رسنیو پر پراخې فضا سانسور راولي.)
خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنیو د سرغړونو د څار کمیسیون مسئولانو آزادۍ راډیو ته وویل چې دا کمیسیون هیڅکله پر رسنیو د محدودیتونو د راوستلو هڅه نه کوي.
د یاد کمیسیون په اعلامیې کې راغلي وه چې د هیواد د یو شمیر رسنیو خپرونې له اسلامي او ملي اصولو خلاف او د ملي ګټو سره په ټکر کې دي.