د ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اجرایوي مدیر وژل شوی

د ننګرهار د چپر هار ولسوالۍ اجرایوي مدیر وژل شوی، د ننګرهار د امنيه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ته وویل چې، انصار الله تیره شپه د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی.

د مشرقي وال په وینا په دې اړه څیړني رواني دي.

وسله والو طالبانو د نوموړي د وژنې مسئولیت منلي.

اخوا د پکتیا امنیتي چارواکي وایې چې امنیتي ځواکونو شپاړس ټنه چرس د سید کرم په ولسوالۍ کې نیولي.

د پکتیا امنیه قومندان مل پاسوال زلمی اوریاخیل وایې چې، دا اندازه چرس له ګاونډیو ولایتونو څخه پکتیا ته راوړل شوي وه څو ددې لاري پاکستان ته انتقال شي.