د مصر د نوي اساسي قانون د مسودې کار پرون ناوخته بشپړ شو

د مصر د نوي اساسي قانون د تدوین کمیټه وایي، هیله منه ده چې نن د ورځې په وروستیو کې د دغه قانون پر مسودې چې کار یې پرون ناوخته بشپړ کړ، رایې واخلي.

څیړونکي وایي، ولسمشر محمد مرسي د نوي اساسي قانون د هڅو په ګړندۍ کولو سره غواړي هغه کړکیچ پای ته رسوي چې د ولسمشر د صلاحیتونو د زیاتیدو لپاره د ده د وروستۍ پریکړې پرسر را ولاړ شوی دی.

یو شمېر انتقاد کونکي وایي، دغه د اسلام پالو تر نفوذ لاندې کمیټه چې هڅه کوي په بیړه د اساسي قانون کار پای ته ورسوي، ښایي وضعیت نور هم خراب کړي.

د تیرې اونۍ راپدیخوا د مرسي د نوي فرمان په وړاندې په راپورته شویو اعتراضونو کې دوه کسان وژل شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.

د چهارشنبې په ورځ د قاهرې په تحریر میدان کې چې هره ورځ په کې مظاهرې کیږي، د بلوا ضد پولیس او مظاهره چیان سره ونښتل.

د مرسي پلویانو اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ په تحریر میدان کې راغونډیږي.