په میانمار کې د بلوا ضد پولیسو پر مظاهره چیانو اوبه وشیندلې

په میانمار یا برما کې د بلوا ضد پولیسو پر هغو مظاهره چیانو اوبه وشیندلې او اوښکو بهونکی ګاز وکاروه چې د هېواد په جنوب لویدیځ کې یې د مسو کان محاصره کړی دی.

حکومت مظاهره چیانو ته امر کړی و، چې تر چهارشنبې پورې سیمه تخلیه کړي که نه له قانوني اقدام سره به مخ شي.

مظاهره چیان د دغې پروژې د دریدو غوښتنه کوي او وایي، چې په دې سره د چاپریالي، ټولنیزې او روغتیایي ستونزې راپیدا کیږي.

د مخالفینو مشره انګ سان سوچي به نن دغه کان ته ورشي او د مظاهره چیانو اندیښنې به له نژدې واوري.