د ملګروملتونو د اټومي څارنې اداره نن په ویانا کې د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي.
دغه خبرې د اټمي انرژی د نړېوالې ادارې د هغه راپور له خپریدو وروسته ترسره کیږي، چې ویلي یي دي ایران ممکن ډیر ژر تر ځمکې لاندې د فردو په اټومي تاسیساتو کې نور سانتریفیوجونه هم فعال کړي.
د ایران د اټمي انرژی لوړ رتبه چارواکي وویل، ایران به د یورانیمو د تصفیه کولو پروسې ته شدت ورکړي.
فریدون عباسي وویل، ایران پر دې هېواد د ملګروملتونو او لویدیځ د لګولو شویو اقتصادي بندیزونو سره سره، په اټومي برخه کې پرمختګ کوي.
عباسي ونه ویل، چې د یورانیمو د تصفیه کولو چارو ته په شدت ورکولو سره غواړي د سونګ مواد اندازه ترپنځو فیصدو او که له شلو فیصدو زیاته پرمخ یوسي.
هغه اندازه چې د لودیځ د اندیښنې وړ ځکه ده، چې له شل فیصده لوړو غني شویو یورانیمو په اټوم بم کې هم استفاده کیدای شي.