دمشق ته څیرمه سیمه کې د دوه موتړ بم په پیښه کې وژل شوي

د سوریي فعالان وایي لږ تر لږه شل تنه د مشق ته څیرمه سیمه کې د دوه موتړ بم په پیښه کې وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سوریې دولتي خبري رسنۍ وایي، ترهګر په دې بریدونو کې لاس لري.

په وروستیو څو ورځو کې د دمشق شاوخوا سمیو کې نښتې کیږي، تیره میاشت د یوه موتړ بم په پیښه کې یوولس تنه وژل شوي وو.

فعالان وايي، د تیر کال مارچ راهیسي چې د ولسمشر بشارالاسد پرضد د خلکو اعتراضونه پیل شوي دي څه باندې څلویښت زره تنه په شخړو کې وژل شوي دي.