د قاهرې په تحریر میدان کې نن چارشنبې بیا د پولیسو او قهرجنو مظاهره کونکو ترمنځ شخړې وشوې.
دوي د ولسمشر محمد مرسي د فرمان پر ضد راپورته شوي، چې د دې فرمان له مخې ولسمشر د خپل قدرت لمن ډیره پراخه کړې ده.
د مصر دولتي تلویزیون تصویرونه ښکاره کول، چې پولیس په دې میدان کې د مظاهره کونکو د خورو ورو کولو لپاره له اوښکې بهونکي غاز څخه کار اخیست.
یو تن مظاهره کونکي عبدالحمید رمضان وايي:
(خلک ستړې شوي دي، زه په خدای قسم خورم چې خلک ستومانه شوي دي. د بيکاري کچه مخ په لوړيدو ده او خلک ستړي شوي دي .
دا خلک چې اوسني واکمنان ورته د پخواني رژيم پاتي شوني وايي ، دوي متمدن خلک دي، دوي د پوهنتون محصلين دي، ډاکتران دي او دا ټول استثنايې خلک دي.
هغه څه چې حکومت يې کوي د منلو وړ نه دي . پوليس پرمونږ ډزې کوي حال دا چې مونږ يوه تيږه هم ورباندي نه ده ويشتي . زه ددې خبرې شاهد يم . زه په خداي قسم خورم دا اوس بي له دې چې مونږ يوه تيږه ويشتي وي پر مونږ يې ډزې وکړي)
د سې شنبې په ورځ لسګونو زره تنو لاریون کونکو د تحریر په میدان کې د محمد مرسي د هغه فرمان د لغوه کیدو غوښتنه کوله چې له مخې یې د ولسمشر پریکړې له قضایی غور څخه معافیږي.
دا اعتراضونه د مصر نورو ښآرونو ته هم رسیدلی. د مصر د روغیتا وزارت وایی په دې پیښو کې لږ تر لږه سل تنه ټپیان شوي دي.
د تیرې پینجشنبي راهیسی چې ولسمشر محمد مرسی دا فرمان صادر کړي لږ تر لږه د مرسی پرضد اعتراضونو کې دوه کسه وژل شوي دی.